له کراچۍ څخه کوټې ته پر لاره روان بس اور اخیستی او ۲۱ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷

راپورونه وايي، هغه بس چې له کراچۍ څخه د کوټې په لور روان و، د بلوچستان په لسبېله کې یې اور اخیستی چې تر دې دمه په کې لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان دي.
پولیس وايي، دغه پېښه د شپې په وروستیو کې شوې او د ځینو ټپیانو حالت یې نازک ښودلی.

پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د (غبرګولي ۱۷مه) ویلي، له کراچۍ څخه کوټې ته په روان بس کې د اور لګېدو له امله تر اوسه پورې لږ تر لږه پنځه تنه مړه او ۱۶ نور ټپیان دي.
پولیس وايي، تر اوسه پورې د اور لګېدو لامل نه دی معلوم او څېړنې روانې دي چې څرګنده کړي دغه اور د څه له امله لګېدلی.
ویل کیږي په دغه بس کې ۲۸ تنه سورلۍ ناستې وې.
ځینې راپورونه وايي، چې په دغه اور کې لا هم ځينې سورلۍ بندې پاتې دي خو پولیسو لا دا خبره نه ده تایید کړې.
ځايي پولیس وايي، سیمې ته د ژغورنې ډلې رسېدلې دي او د اور وژنې او ټپیانو لېږدولو هڅې روانې دي.
په پاکستان کې د لویو لارو په بسونو کې ډیری مهال د ټکر او اور لګېدنې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې حکومت یې د چلونکو ناپامي او ګړندی تګ ښيي.

نور خبرونه

رادیو