د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د طالبانو له استازي سره په اسلام اباد کې لیدلي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶

په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي دي.
په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سردار احمد شکیب وايي، دغه ناسته د دوه اړخیزو اړیکو د غوړېدا لپاره شوې ده.

‏په اسلام اباد کې د طالبانو سفارت تېر ماښام د (غبرګولي ۱۵مه) په ایکس پاڼه لیکلي، چې سردار احمد شکیب او اصف دراني په دغه کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر غوړېدا او د جوړجاړي په لارو چارو خبرې وکړې.
طالبانو د دغې ناستې د مشخصې موضوع په اړه څه نه دي ويلي، خو په دې وروستیو کې یو ځل بیا د طالبانو حکومت او پاکستاني چارواکو تر منځ رسنیزې ناندرۍ زیاتې شوې او یو پر بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګوي.
اوونۍ وړاندې د پاکستان کورنیو چارو وزیر او له ترهګرۍ سره د مبارزې د برخې مشر په لاهور کې یوې رسنیزې غونډې ته ویلي وو، چې په خیبرپښتونخوا کې پر چینايي انجینیرانو برید د ټي ټي پي وسله والو کړی او دغه برید په افغانستان کې د طالبانو حکومت په ملاتړ پلان او ترسره شوی.
طالبانو د پاکستاني چارواکو دا ډول ادعاوې تل رد کړې او په دغه هیواد کې نا امني یې د دوی خپله کورنۍ موضوع بللې ده.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې د خیبرپښتونخوا د شانګلې په بشام کې د یوه ځانمرګي برید له امله پنځه چینایي انجنیران ووژل او یو شمېر نور ټپيان شوي دي، په دغې پېښه کې بریدګر خپل موټربم ته د هغو چینایي انجنیرانو له موټر سره نږدې چاودنه ورکړه، چې داسو بند ته روان و.

نور خبرونه

رادیو