د مخالف ګوند مشر: پاکستاني حکومت قبایلي سیمې ترهګرو ته پرې اېښې دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۶

په پاکستان کې د اپوزیسیون ځیني مشرانو د سه شنبې پر ورځ اسلام اباد کې یوې غونډې ته په ویناو کې د پاکستان پر حکومت تور پورې کړ، چې د قبایلي سیمو په اړه پر کړو ژمنو نه دی ولاړ.

د مسلمینو د یووالي ګوند مشر ناصر عباس وویل، چې پاکستاني حکومت دغه «سیمې ترهګرو ته» خوشې کړې دي.
د اېکسپرېس تربیون ورځپاڼې د خبر له مخې، د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مشر اسد قیصر د شهباز شریف پر حکومت سختې نیوکې وکړې او زیاته یې کړه، چې هغوی د پانګونې او په قبایلي سیمو کې د پرمختګ پر شویو یوې ژمنې هم عمل نه دی کړی.
د پاکستان د پارلمان پخواني مشر وویل: «حکومت له خلکو د غچ اخیستنې په لټه کې دی.»

هغه ویلي، چې حکومت د دې پر ځای چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي د افغانستان سره یې پوله تړلې او سیمه‌ییز اقتصاد یې د نابودۍ سره مخامخ کړی دی.
اسد قیصر له افغانستان سره د پولې په خلاصولو ټینګار کړی او دا یې هم ویلي، چې د خلکو غوښتنو او اعتراضونو ته دې پاملرنه وشي.
د پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمودخان اڅکزی قبایلي سیمو ته د حکومت په نه پاملرنې نیوکې کړې او له حکومته یې غوښتي، چې د قبایلي سیمو د پرمختیا لپاره دې بودجه ځانګړې کړي، چې هغوی یې پر مټ وتوانېږي له خپل ځان او پاکستان څځه دفاع وکړي.
ناصر عباس د حکومت یو بل سیاسي مخالف هم ویلي چې: «د قبایلي سیمو جوړښت زیانمن شوی او په لوی لاس د ترهګرو په لاس ورکړل شوی دی.»
هغه حکومت په قوم پالنه تورن کړ او زیاته یې کړه، چې په خیبر پښتونخوا کې د قبایلي سیمو د یو ځای کولو پر مهال له خلکو سره ژمنې شوې وې؛ خو د قوم پالنې له امله دغه ژمنې عملي شوې نه دي.
د پاکستان د طالبانو تحریک په قبایلي سیمو کې پراخه فعالیتونه لري. ډېر ځله پاکستاني امنیتي ځواکونه پر همدغو سیمو کې په نښه شوي دي. پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي، چې له پاکستاني طالبانو او نورو مخالفو وسله‌والو ډلو سره په قبایلي سیمو کې مرسته او همکاري کوي.
د پاکستان حکومت او پارلمان په ۲۰۱۸ کال کې خود مختاره قبایلي سیمې د خیبر پښتونخوا سره یو ځای کړې.

نور خبرونه

رادیو