د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵

د پاکستان په کوټه کې د دوشنبې په ورځ د ډبرو سکرو په یوه کان کې د نهو کان کېندونکو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له دې پېښې وروسته د ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته ورغلې او د مړه شویو کسانو مړي یې له کانه اېستلي دي.

د بلوچستان ایالت د کانونو د ریاست مشر عبدالغني بلوچ د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، چې یاد کسان د ګاز نیونې وروسته د ساه بندۍ له امله مړه شوي دي.
د نوموړي په خبره، په مړو شويو کې يو قراردادي او د کانونو مدير هم شامل دی.
ښاغلی بلوچ وايي، ټول مړه شوي کسان د خیبر پښتونخوا د سوات اوسېدونکي وو.
د ډبرو سکرو د کارګرانو د حقونو د ټولنې وياند عابد يار وايي، چې دغه پېښه د ګازو د خپرېدو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د کوټې ښار په څلوېښت کیلومټرۍ کې دغه کان په سم دستي ډول وتړل شو.
د بلوچستان ایالت وياند شاهد رند په دې پېښه خواشيني څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې د دې پېښې په اړه يې د پلټنو د پیلېدا امر کړی دی.
دا په روان کال کې لومړی ځل نه دی، چې په پاکستان کې د کانونو کارکوونکي مړه کېږي. تر دې مخکې په جنورۍ او اپرېل کې هم د دوکي په سیمه کې څو کان کېندونکي مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو