مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۴

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال د دغه هیواد پوځ ته په اشارې سره ويلي، چې «په پاکستان کې د بریدونو پړه دې پر افغانانو نه اچول کیږي.»

هغه وايي، له ترهګرۍ سره مبارزې «ترهګري لا زیاته کړې ده.»

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان تېره ورځ یکشنبه د (غبرګولي ۱۳مه) د پاکستان په ملتان کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال په دغه هیواد کې د نا امنۍ په اړه اندېښنو ته اشاره وکړه او ویې ويل چې «که چیرې ترهګر له افغانستان څخه راځي نو پر ډیورنډ کرښه ولاړ پوځيان یې ولې راپریږدي.»

هغه وايي، هغه مهال چې «پرویز مشرف د پاکستان واک په لاس کې لرل، امریکا ته یې د افغانستان د بمبارد لپاره د پاکستان هوايي اډې په واک کې ورکړې او زرګونه افغانان یې پې ووژل.»

مولانا د پاکستان پوځ ته په اشارې وايي، «کله چې تاسو افغانان بمباردول هغوی له تاسو شکایت وکړ؟ تاسو خپله فضا امریکا ته د بمبارد لپاره ورکړه او شل کاله مو زرګونه کسان پې ووژل هغوی له تاسو ګیله وکړه؟»

د ۲۰۲۴ کال د پاکستان په ټاکنو کې تر ناکامېدو وروسته مولانا فضل الرحمان د پاکستان پر حکومت او پوځ نیوکې زیاتې کړې دي او د تحریک انصاف عمران خان ګوند سره یې په ګډه په سیاسي مخالفت لاس پورې کړی.

شنونکي وايي، مولانا فضل الرحمان چې کله هم په پاکستان کې له سیاسي امتیازه بې برخې شي نو د حکومت او پوځ په وړاندې پارونکي ویناوې کوي.

مولانا فضل الرحمان تر دې وړاندې هم پر پاکستاني پوځ نیوکې کړې وې چې د «افغانستان د تېر جمهوري حکومت په وړاندې د جګړې لپاره یې له پاکستانه ۳۰ زره وسله وال افغانستان ته د جګړې لپاره استولي وو.»

خو د پاکستان پوځ د مولانا فضل الرحمان داسې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو