د اسلام اباد پوليسو د ويتنام د سفير مېرمن تر ورکېدو وروسته موندلې ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۲

پاکستاني رسنيو نن شنبه خبر ورکړی، چې پولیسو په دې هیواد کې د ویتنام د سفير مېرمن له ناردکه کېدو وروسته موندلې ده.

پوليس وايي، چې هغه د ناين پارک په يوه ورزشي کلب کې وه او تر موندولو وروسته یې له خپل مېړه سره کور ته ولېږل شوه.

جيو نيوز وايي، د ویتنام د سفير د مېرمنې له نادرکه کېدو سره سم د پاکستان کورنيو چارو وزير محسن رضا نقوي امنيتي ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د هغه په پيدا کېدو او خوندي کولو کې بيړنې اقدامات وکړي.

د معلوماتو له مخ د همدې مېرمنې د موندلو لپاره پوليسو ۷ بېلابېلې ډلې جوړې او بيړنې پلټنې يې پيل کړې.

پوليسو ويلي، چې د سفير مېرمن خوندي موندل شوې او اوس مهال په خپل کور کې ده.

پاکستاني پوليسو په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي، چې دا مېرمن د څومره وخت لپاره ورکه وه.

نور خبرونه

رادیو