د پاکستان پوځ وايي بېګا یې د پېښور ښار په حسن خېل سیمه کې د استخباراتي معلوماتو له مخې عملیات کړي چې پکې دوه وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپي شوي دي.
له بلې خوا نن د پښتونخوا په بنو کې د چاودنې له امله څلور پاکستاني پوځیان ووژل او درې ټپیان شول.
د پوځ د خبرپاڼې له مخې پېښور ته څېرمه په وژل شویو کې یو هم د محمد په نوم د طالبانو ځايي قومندان دی.
پوځ وايي دې وسلوالو په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو په بریدونو کې لاس درلود.
دوی زیاتوي چې په عملیاتو کې یې باروت، مهمات او وسلې هم نیولې دي.
په ورته مهال د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېل کې د پوځ پر کاروان چاودنه شوې ده.
که څه هم پوځ لا څه نه دي ویلي، خو سرچینې وايي، په دغه برید کې څلور سرتېري وژل شوي او درې ټپیان دي.