د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني خېلو کې د امنیتي ځواکونو موټر ته څېرمه چاودنه شوې.
په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د دغې چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د دغې چاودنې له امله ۴ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
نوموړي زياته کړې ده، چې په اړه یې د پلټنې عمليات روان دي.
له بل پلوه په سیمه کې د حافظ ګل بهادر ډلې د دغه برید پړه منلې ده.
د دغې ډلې ویاند ویلي، چې دغه برید د اېښودل شوي ماین پر مټ د دوی ملګرو کړی او امنیتي ځواکونو ته یې پکې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.