د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز وېسټ پواینټ سره په خبرو کې ویلي، تر درې مېلیونه زدهکوونکي اوسمهال د پاکستان په دیني مدرسو کې په زدهکړو بوخت دي.
ضیا سراج ویلي، هلته بنسټ پالنه چې د پاکستان په دیني مدرسو کې ورځ تر بلې د دودېدو په حال کې ده، ډېر ژر به د نړۍ لپاره په یو سرخوږي بدله شي.
په هغه مرکه کې چې اوس، اوس د ترهګرۍ سره د مبارزې مرکز وېسټ پواینټ خپره کړې، د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر د افغانستان د امنیت په برخه کې خپله شل کلنه تجربه شریکه کړې ده.
ښاغلي سراج په دغې مرکه کې خبرداری ورکړی، هغه بنسټ پالنه چې دیني مدرسې یې دودوي؛ نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې ډېر ژر به د دې شاهدان اوسو، چې د ټولې نړۍ لپاره سرخوږی جوړ کړي.