په شمالي وزیرستان کې د نجونو یو بل ښوونځی د ناپېژانده وسله‌والو له‌خوا سوځول شوی دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته تایید کړه، چې د شمالي وزیرستان د ګړیوم شاخي مار سیمه کې د نجونو هغه ښوونځی سوځول شوی چې د ځايي خلکو په شخصي لګښت جوړ شوی و.

دغه سرچېنې وايي، که څه هم چې دغه ښوونځی څو ورځې وړاندې سوځول شوی؛ خو ځايي خلکو د وسله‌والو له وېرې دغه موضوع له رسنیو سره نه شریکوله.
دغه سرچینې دا هم وویل، سوځول شوی ښوونځی په سیمه کې د نجونو یواځینی ښوونځی و چې شاوخوا ۵۰۰ نجونو په کې زده‌کړې کولې.
که څه هم چې د دغې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې نه دی منلی؛ خو تر دې وړاندې هم په وزیرستانونو او د خیبر پښتونخوا په ځینو سیمو کې وار د مخه د نجونو د ښوونځیو د تړلو به اړه یو شمېر وسله‌والو ډلو سیمه‌والو ته خبرداری ورکړی و.
تر دې وړاندې هم په سویلي او شمالي وزیرستان کې د نجونو د ښونځیو د سوځولو راپورونه خپاره شوي وو.

نور خبرونه

رادیو