د پاکستان پوځ: ترهګر د افغانستان له خاورې پاکستان کې بې ګناه خلک په نښه کوي

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۰

د پاکستان د پوځ د رسنیو دفتر له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ترهګر د افغانستان خاورې په کارونې سره په پاکستان کې بې ګناه خلک په نښه کوي.
دغه څرګندونې نن د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ یوه پوځي کنفرانس کې شوې دي.

خبرپاڼې کاږلي، چې کنفرانس کې ګډونوالو د افغانستان د پولې په اوږدو کې د پرله پسې سرغړونو او د افغانستان له خاورې د ترهګرو پر پلانونو سخته اندېښنه څرګنده کړه.
خبرپاڼې زیاته کړې:«د پاکستان دښمنان په پاکستان کې دننه د امنیتي ځواکونو او بې ګناه ملکي وګړو په نښه کولو لپاره له افغان خاورې کار اخلي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان دغه ډول ادعاوې کوي؛ تر دې وړاندې هم پاکستان ورته ادعاوې کړې وې، چې تل د طالبانو له‌خوا ردې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو