پاکستانۍ رسنۍ: د طالبانو حکومت لخوا پر پاکستاني طالبانو فشار له تمې لرې خبره ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۹

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ په خپله سرلیکنه کې لیکلي چې د طالبانو حکومت له لوري د پاکستاني طالبانو د ځپلو تمه یو خوب دی او له حقیقته لرې خبره ده.
د دغې ورځپاڼې په وینا د طالبانو حکومت د خپلو «ایډیالوژیکو ملګرو» پر ضد وسله وال ګام نه اخلي.

ډان ورځپاڼې وړاندیز کړی چې د پاکستان حکومت باید د طالبانو مشر ملا هبت الله ته ووايي، چې ټي‌ټي‌پي دې د ډیورنډ کرښې له څنډو لرې واستوي.
د پاکستان کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د تېرې یکشنبې په ورځ د طالبانو له حکومته وغوښتل چې له اسلام اباد سره «د اړیکو د ښو ساتلو لپاره دې» د نور ولي محسود په ګډون پاکستاني طالب مشران دغه هېواد ته وسپاري.
دغه چارواکي ویلي چې پاکستاني طالبان په پاکستان کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې مسوولان دي.
ډان ورځپاڼې په خپله پرونۍ سرلیکنه کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو مسوولیت ومني.
ډان ټینګار کړی چې د پاکستان لپاره دا ثابته شوې چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پټنځایونه لري، خو د طالبانو حکومت دا خبره ردوي.
دغې ورځپاڼې لیکلي چې له هغو اسنادو سره، سره چې ښيي په افغانستان کې وسله والې ډلې فعالې دي، د طالبانو پر دریځ باور کول ګران کار دی.
ورځپاڼې لیکلي، که څه هم د پاکستان حکومت افغانستان ته د دغه هېواد د چارواکو، مشرانو او دیني عالمانو د رسمي سفرونو له لارې د ترهګریزو ګواښونو د له منځه وړلو لپاره ډېرې هڅې کړې، خو دغو هڅو مثبته نتیجه نه ده ورکړې.
دغې ورځپاڼې د وړاندیز په توګه لیکلي چې د پاکستان حکومت باید له طالبانو سره بل ډول چلند وکړي او د دغه هېواد چارواکي باید د طالبانو له حکومت سره د ترهګریزو ګواښونو د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي.
د ډان ورځپاڼې په وړانديز کې راغلي چې له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په اړه د منځنۍ اسيا د هېوادونو د اندېښنو له امله، پاکستان بايد له چين، روسيې او ايران سره په ګډه پر طالبانو فشار راوړي، چې په دې برخه کې اغېزمن ګامونه پورته کړي.
ډان لیکي چې طالبان د خپلې نړیوالې انزوا له امله د چینایي پانګونې راجلبولو ته لیواله دي. د دې ورځپاڼې په وینا، اسلام اباد باید له بیجینګ سره همغږي وکړي، چې دغه هېواد طالبانو ته داسې شرایط برابر کړي چې په افغانستان کې پانګونه یوازې هغه مهال کېږي چې طالبان مشخص ګامونه پورته کړي.
ښايي له مشخصو ګامونو هدف دا وي چې د طالبانو حکومت دې د ټي ټي پي په ځپلو کې له پاکستان سره همکاري وکړي.
دغې ورځپاڼې لیکلي، که طالبان له پولو هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لا زیاتې هڅې وکړي، پاکستان باید ډاډه شي چې په هغه هېواد کې دننه د وسله والو او د هغوی د ملاتړو لپاره ځای ‎ نه شته.

نور خبرونه

رادیو