د بلوچستان په ژوب کې د ځايي خلکو او پوځ په ګډه جرګه کې د دې سیمې پر امنیتي حالت او د ډیورنډ کرښې پر اداره خبرې وشوې.
د پاکستان دولتي راډیو وايي، په دې جرګه کې د ژوب او شېراني قبایلو مشرانو، ولسي او پوځي چارواکو او ځايي خلکو ګډون درلود.
ژوب د بلوچستان هغه سیمه ده چې له نږدې کال راهیسې پکې امنیتي پېښې ډېرې شوې او مسوولیت یې هم پر پاکستاني طالبانو غورځنګ اچول کېږي.