د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې له تېرو ۱۵ کلو راهیسې د ترهګرۍ پر ضد عملیاتو ترهګري لا زیاته کړې.
مولانا فضل الرحمان دغه خبرې تېره ورځ د عمران خان ګوند له یوه پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته کړې دي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند تېره ورځ ناوخته د (غبرګولي دویمه) په ایکس پاڼه د دغه ګوند د مشر مولانا فضل الرحمان یوه ویډیو خپره کړې چې هغه د پاکستان تحریک انصاف ګوند له ورغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال رسنیو ته وايي، «څو ورځې وړاندې د پاکستان پوځ په هوايي برید کې په وزیرستان عام خلک ووژل، خپله یې ومنله او بښنه یې وغوښته، دا څنګه ړانده عملیات دي چې یو ځل ولسي بې ګناه خلک وژنه بیا بښنه غواړه؟ دا ډول کړنې موږ ته د منلو وړ نه دي، او نه نور داسې حالت منلی شو.»
د تحریک انصاف ګوند یو پلاوی تېره ورځ مولانا فضل الرحمان ته د ګوندونو تر منځ د سیاسي اختلافاتو د کمولو په موخه ورغلي و.
مولانا فضل الرحمان له رسنیو سره د خبرو پر مهال ويلي، چې په چمن، انګور اډه، غلام خان او نورو سیمو کې پاکستانی پوځ د خلکو کارو بار ور خراب کړی او بېرته یې هغوی ته د ګټې وټط بله لاره نه ده برابره کړې، او هغوی چې هلته پرلت وهلی همداسې یې بې ځوابه پریښي دي.
هغه په دغه ويډیو کې وايي، چې په ډیورنډ فرضي کرښه چې کله انګریزانو دغه کرښه راکاږله دوه وروڼه یې سره بېل کړل، ځکه دوی یوه ژبه، یو دود و دستور لري. د یوه ورور کور یوې خوا او د بل بلې خوا پاتې شو، هغه پاکستاني پوځ ته په اشارې ویلي، نو ته څنګه دوی سره بېلولی شې، «دا هڅې ډیرو نورو واکمنو هم وکړې خو دغه خلک یې سره بېل نه کړل.»
مولانا فضل الرحمان داسې مهال ډیورنډ فرضي کرښې ته د فرضي کرښې نوم اخلي چې پاکستانیو چارواکو په دې وروستیو کې د رسنیو له لارې دغه کرښه یوه «نړېواله پوله» بللې.
په پاکستان کې یو شمېر سیاسي کتونکي وایي له هغه مهاله چې مولانا فضل الرحمان او د هغه پلویانو په وروستیو ټاکنو کې ماتې وخوړه، نو ورسره هم مهاله مولانا فضل الرحمان هڅه کوي چې د بېلابېلو سیاسي ډلو سره په نږدې کېدو د پاکستان په حکومت کې ځان ته د پښو کېښودو ځای پیدا کړي.