د پاکستان تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د دغه ګوند ویاند روف حسن نن د اسلام اباد په جي اووه کې د ناپېژانده کسانو له خوا په برید کې زخمي شوی دی.
پولیسو بیا د امنیتي کمرو په استناد ویلي، چې نوموړی د نرښځیانو له خوا په چاقو وهل شوی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند پاکستاني رسنیو ته تایید کړې ده، چې روف حسن نن په اسلام اباد کې یو خصوصي تلویزون څخه د راوتلو پر مهال د ناپېژانده اشخاصو د برید ښکار شوی دی.
عیني شاهدانو جیونیوز ته ویلي، څلورو ناپېژانده کسانو ښاغلی روف حسن لومړی په چاقو وواهه او هڅه یې کوله، چې نوموړی له ځانه سره یوسي، خو د خلکو په مرسته له بریدګرو خوشی شوی دی.
تحریک انصاف ګوند ویلي، چې ویاند روف حسن پر مخ ژوبل دی او دا مهال تر درملنې لاندې دی.
یو بل عیني شاهد بیا سما نیوز ته ویلي، چې د تحریک انصاف د ګوند پر ویاند د نرښځیانو له خوا برید شوی دی.
بل خوا د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې کړې دي او ډېر ژر به له رسنیو سره د دغې پېښې نور جزییات هم شریک کړي.