د پاکستان لومړي وزیر د ابراهیم رییسي په مړینه په دغه هیواد کې یو ورځنی ماتم اعلان کړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۳۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ايران د مخکني ولسمشر ابراهيم ریيسي په مړينه نن دوشنبه د (غوايي ۳۱مه) په دغه هیواد کې ماتم اعلان كړ.

ښاغلي شریف ويلي، د دغه ماتم له امله به د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د دې تر څنګ شهباز شریف زیاته کړې چې په تهران کې به هم د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ايران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزير په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې هغه د پاکستان ښه دوست و، چې يوه مياشت وړاندې یې پاکستان د کوربه توب ویاړ درلود.

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د ايران د مخکني ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او نورو په مړينه خواخوږي څرګنده کړې او د ابراهيم ریيسي کړنې یې وستايلې.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

نور خبرونه

رادیو