د مۍ میاشتې په دویمه اونۍ کې د افغانستان د بغلان، تخار، بدخشان، غور ، هرات او ځینې نورو ولایتونو کې له توپاني بارانونو پس د ویجاړوونکو سیلابونو لړۍ روانه ده.
د دغې لړۍ په وړومبنۍ مرحله کې د سوونو کسانو د مړینې راپورونه راغلي دي.
په مجموع کې د سیلاب له امله په اوو ولایتونو کې شپږ لکه خلک اغیزمن شوي دي، چې د ځینې تخمینو سره سم نیمايي یې ماشومان دي.
تش د بغلان ولایت نه تر اوسه د ۳۳۱ تنو د مړینې اطلاعات راغلي دي. په دغه ولایت کې د ټپي شوو خلکو شمیره ۳۹۶ ده.
د ګزارشونو له مخې اتیا زره خلک اغیزمن شوي دي، چې د لرې پرتو سیمو څخه معلومات تر لاسه کیږي نو د مړو، ټپیانو او اغیزمنو د شمیرې د لوړیدو امکان شته.
توپاني باران او سیلاب د بغلان ولایت بورکه ولسوالي تر ټولو زیاته ځپلې ده.
د دغې ولسوالۍ په اتلس مربع کیلومتره سیمه کې کمرې رانړیدلې دي او ابادۍ ته یې زیان رسولی دی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي پیغام
د متحده قومونو ستر سکرتر انتونیو ګتریش د افغانستان د سیلاب ځپلو سره همبستګي ښکاره کړې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی دی چې متحده قومونه دوی ته د رسیدلو تاوانونو جاج اخلي چې ور سره کومک وکړي.
د اسلامي همکارۍ سازمان هم د افغانستان د سیلاب ځپلو خلکو سره د کومک لپاره
غوښتنه کړې ده.
یو شمیر اسلامي هیوادونو په خپلو بیلو ببلو پیغامونو کې د افغانستان ولس سره همدردي څرګنده کړي ده.
هم په دغو ورځو کې د افغانستان په شمالی ولایاتو کې د تیزو سیلیو سره شګلن توپان هم راغلی دی، چې د شمال غرب نه یې د شرق په لور خوځښت درلود.
د دغه شګلن توپان له امله په کندوز کې په لارو په تګ او راتګ کې خلل راغلی دی.
د اوبو زېرمولو کې بې وسه افغانستان
په سیلاب ځپلو سیمو کې ډیرې هغه سیمې هم شاملې دي چې په تیرو څو کلونو کې د وچوبي ښکار شوې وې او هلته زراعت او مالدارۍ ډیر زیان لیدلی و، حتا د ځینو سیمو نه خلک په کوچیدو مجبور شوي وو، ځکه چې د بنیادمو او څاروو د څښلو اوبه نه وې او اوس د توپاني بارانونو او سیلابونو سره مسلې بل شکل غوره کړ چې بنیادم او څاروي اوبو یووړل.
که څه هم له دغو بارانونو سره د نوې کروندې لپاره شرایط مساعد شوي دي، خو دغه استفاده په موقتي توګه کیدای شی، مسله دا ده چې د وړو بندونو د زیربنا د نشتوالي له امله افغانستان د بارانونو د اوبو او د سیلابي اوبو د زیرمه کولو توان نه لري.
دغه اوبه له افغانستان بیرون ځي او د ګاونډیو هیوادونو ساحې ته داخلیږي، که د افغانستان د اوبو د زیرمه کولو توان د ګاونډیو هیوادونو له توان سره مقایسه شي نو ډیر ښکاره توپیر لري.
د اوبو د مدیریت د متخصصینو په وینا د افغانستان د اوبو زیرمولو زیربنا له ایران ۲۲ چنده او له پاکستان ۱۳ چنده کمه ده.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د اوبو د تولید کچه د ایران په مقایسه لوړه ده خو دا هیواد د دغو اوبو د مهارولو توان نه لري.
په افغانستان کې په خوا جوړ شوي بندونه له خړې یا رسوبونو نه ډک شوي او د انکشاف په نویو پلانونو کې د اوبو د مهارولو لپاره د نویو بندونو جوړولو کار ته اولیت نه دې ورکړل شوی.
اساسي مسله ده چې د متخصصینو د تحلیل سره سم افغانستان په نړۍ کې له اقلیمی بدلون تر ټولو زیات اغیزمنیدونکې څلورم هیواد دی او د نزدې ورځو د سیلابونو تباهي اخري نه ده.
په نن سبا کې متخصصینو د افغانستان په شمالي ولایاتو کې د سیلابي بارانونو د یوې نوې څپې پیش بیني کړې ده، چې د لا زیاتو خلکو ترې د زیانمنیدو امکان موجود دی، خو دغه قدرتي افت په داسې وخت راځي چې په افغانستان کې یو منظم او د واکمنۍ په مدیریت سنبال دولتي او حکومتي نظام نشته.
د طالبانو بې مسوولیته واکمني او بحران زیاتېدل
د طالبانو امارت برسیره پر دې چې ملي او بین المللي مشروعیت نه لري، کار د اهلکارو ته د سپارلو اصول هم نه لري، دا یوه په داخلي او خارجی توګه تجرید شوې داسې واکمني ده چې د نظام اساس یې ټوپک او خشونت دی، نو ځکه په میلیونونو خلک د هیواد څخه بهر ولاړ دي.
په دې کې هغه باسواده ، مجرب او متخصص افراد هم شامل دي چې د دولتي او حکومتي نظامونو لپاره د ملا د تیر حیثیت لري، خو د شایسته او په تعلیمي استعداد سنبال دولتي کادرونو نشتوالی یوازینی چیلنج نه دی، که کوم علمي استعداد او د کار تجربه لرونکي کادرونه په هیواد کې شته، نو په هغوی باندې طالبانو د کار دروازې تړلې دي، ځکه چې طالبانو د هر کار د پاره تش ملایان ګمارلي دي څوک چې د نوموړي کار د تر سره کولو اهلیت نه لري.
د تجرید شویو طالبانو له لاسه د بهرنیو مرستو کمی
د دغه بحران د ژوریدو بله وجه د طالبانو د امارت د ژوند د ټولو ساحو نه د ښځو د ویستلو پالیسي ده، په تیرو څو لسیزو کې د افغانستان ښځو نه یوازې په معارف کې د ستاینې وړ پرمختګ کړی و، ورسره یې په حکومتي او غیرحکومتي موسسو کې د وظایفو په اجرا کې مهمه ونډه تر سره کوله.
په ښځو د معارف او د کار دروازې تړل هغه جنسي اپارتاید دې چې له یوې خوا یې افرادو او کورنیو ته اقتصادي ستونځې ایجاد کړې دي او له بلې خوا یې د یوه موثر او د خلکو مسایلو ته رسیدګي کوونکي حکومتی نظام د جوړیدو په لاره کې خنډونه اچولي دي.
د ښځو او ماشومانو سره د تبعیض د سیاست په وجه د طالبانو امارت په بین المللي سویه د تجرید سره مخامخ دی، نو ځکه د سیلاب ځپلو خلکو سره هغه قسمه کومکونه و نه شوو چې شاېد و باید شوي وی.
د دې نه علاوه د طالبانو امارت د بین المللي تجرید په وجه افغانستان د ځینې مهمو بین المللي امکاناتو څخه د ګټې پورته کولو جوګه نه دی.
د مثال په توګه په نړیواله سویه د اقلیمي بدلونونو سره د سمون پیدا کولو په کار کې د مستحقو هیوادونو سره د کومک کولو لپاره یو بین المللي صندوق موجود دی، خو افغانستان تر اوسه دا کومک تر لاسه نه کړی شو او دې سره په افغانستان کې د اقلیمي بدلون او محیط زیست بحران مخ په ژوریدو دی، د افغانستان مدنې ټولنې او دایاسپورا ته د دغې مشکل د رفع کولو لپاره نوې ستراتیژي جوړول پکار دي.
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.