د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اسلام اباد کې د قرغزستان سفارت شارژدافیر احضار کړ.
پاکستان دغه غبرګون په قرغزستان کې د پاکستانیانو په ګډون د نورو هېوادونو له زدهکړیالانو سره د تاوتریخوالي پېښو په اړه ښودلی دی.
د دغه وزارت لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د پاکستان حکومت د قرغزستان له حکومت سره په دوامداره توګه په تماس کې دی چې د پاکستانیانو امنیت ټینک کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، د قرغزستان چارواکو ژمنه کړې چې په دې اړه به پلټنې وکړي او مجرمینو ته به سزا ورکړي.
دغه وزارت وایي، چې په قرغزستان کې د ځايي او بهرنيو زدهکړیالانو تر منځ تاوتريخوالي کې پاکستاني زدهکړیالان هم اغېزمن شوي دي.
ویل کېږي، چې ډېری اغېزمن شوي زدهکړیالان د هند، پاکستان او بنګله دېش اوسېدونکي دي.
د قرغزستان په پلازمینه بشکېک کې د مصري او قرغزي زدهکړیالانو تر منځ له جګړې وروسته ګڼ شمېر لاریون کوونکو د پاکستاني او نورو زدهکړیالانو په منځ کې سخت تاوتریخوالی کړی چې په ترڅ کې ۲۹ کسان ټپیان شوي او ۳ تنه زدهکړیالان وژل شوي هم دي.