سرچينو افغانستان انټرنشنل ته وویل، د پاکستان سرحدي ځواکونو او طالبانو نن ډیورنډ کرښې ته څېرمه له پنځه ورځنۍ جګړې وروسته اوربند وکړ.
د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپتان کې له ډیورنډ کرښې سره دې جګړه کې ۴ طالبان او ۳ ولسي افغانان وژل شوي او د ۵ ملکیانو په ګډون ۱۴ طالبان ټپیان شوي.
دواړو لورو د دې نښتو د پای ته رسولو لپاره د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ او د کورمې د خرلڅي ترمنځ د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه کې خبرې درلودې.
سرچینې وايي، پر اوربند سربېره دواړو لورو هوکړه کړې، چې له دې وروسته که جنجال رامنځته کیږي د جګړې پرځای به د خبرو له لارې حل کیږي.
په سیمه کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دواړو خواو منلې چې سبا ته به هم ناسته کوي او پکې به د لارو د خلاصون او د ولسي خلکو د تګ راتګ په تړاو خبرې کیږي.
د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې بېګا شپه د دواړو خواوو سخته نښته وشوه، خو د شنبې ورځې د خبرو په پایله کې دا نښته پاى ته ورسېده.
افغانستان انټرنشنل ته د ځايي اوسېدونکو په لېږلیو ویډیوګانو کې ليدل کيږي، چې د ډنډ پټان ولسوالۍ د بازار دوکانونه او کورونه ویجاړ شوي دي.
که څه هم پاکستاني او طالب چارواکو تر اوسه د دغو نښتو د اصلي لامل په اړه څه نه دي ویلي، خو نا رسمي سرچینې وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري په صفري نقطه کې د پوستې جوړول د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د پیل لامل و.