پاکستان او چین د سي پیک پروژې پر پرمختللې بڼه هوکړې ته ورسېدل

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

پاکستان او چین موافقه وکړه، چې په مختلفو برخو کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیزیا سي پیک د پروژو پرمختللې بڼه عملي کړي.

دغه هوکړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دغو هېوادونو په پنځم پړاو ستراتیژیکو خبرو کې شوې ده.

د پاکستان دولتي راډیو نن د دغه خبر خپرولو سره وايي، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د بېجینګ د یو لار او یو کمربند برخه ده، چې له مخې د اسلام اباد لومړیتوبونو ته په پام په دغه هېواد کې د کارموندنې او بېخ بنسټو پروژو په ګډون مختلفو برخو کې نوښت کېږي.

په اوسنیو خبرو کې دواړه لوري پر سوداګرۍ، پانګونه او تجارت سربېره د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي برخې پر اړیکو هم غږېدلي دي.

دواړو لوریو د ترهګرۍ له هرې بڼې سره پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.

د چین او پاکستان نوې هوکړه په داسې مهال ده، چې له بل هر وخت په پاکستان کې د بېجینګ پروژې د وسله والو له بریدونو سره مخ دي.

دغه هېواد تېر مارچ د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له برید وروسته د دوو برېښنا بندونو د جوړولو چارې هم وځنډولې.

نور خبرونه

رادیو