دېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نذیر افغاني په کور برید کې ۴ کسان ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نذیر افغاني پر کور د نامعلومو وسله‌والو په بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
د دېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نذیر افغاني له خپل ورور او وراره سره په دغه برید کې بچ شوي دي.

ویل کېږي، چې په دغه برید کې له سپکو او درنو وسلو هم کار اخیستل شوی دی.
پولیس وایي، برید کوونکي له برید وروسته په تېښته بریالي شوي دي؛ خو په اړه یې پلټنې روانې دي.
تر دې وړاندې هم په پاکستان کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ په ګڼو غړو ورته بریدونه شوي دي.
تر دې وړاندې عارف وزیر، ارمان لوڼی او عثمان کاکړ هم په ورته پېښو کې وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو