مولانا فضل الرحمن: شل کاله مو له طالبانو ملاتړ وکړ او نن هر څه په اوبو لاهو شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۷

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن وایي، امريکا په هره بیه غواړي افغانستان کمزورى کړي او د کمزوري کولو لپاره یې له پاکستان څخه بل غوره هېواد نه شته.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په ملتان کې په یوې خبري ناسته کې رسنیو ته د یوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
هغه وایي:« افغان طالبان امریکا ته د منلو نه دي او کله چې موږ له دوی سره ولیدل، دا د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ خلاف کار دی چې زموږ پر وړاندې یې غبرګون په ټاکنو کې په ډاګه شو.»
هغه زیاته کړې، شل کاله مو له طالبانو ملاتړ کړی و او نن هر څه په اوبو لاهو شوه.
د جمعیت علمای اسلام مشر وویل:« موږ له افغانستان سره دښمني کوو او خپلې پولې مو ورسره تړلې دي.»
هغه ویلي:« شل کاله مو د همدغه ارمان د پوره کولو لپاره مرسته کړې، نن مو هر څه له منځه وړي. موږ يوازې د جګړې توان لرو، د هېواد د پرمختګ اړخونه مو له پامه غورځولي دي.»
د نوموړي په وینا:« د سرينګر نيول مو غوښتل؛ خو مظفراباد مو له لاسه ووت.»
هغه چین ته په اشارې سره ویلي:« موږ خپل دوستان ناراضه کړي دي، اوس چین د هلمند او واخان له لارې له ایران او افغانستان سره مستقیمه نښلول شوی دی.»
هغه زیاته کړې، که ستونزه د ترهګرۍ وي، چین له خپلو اعتراضونو سره، سره له افغانستان سره اړیکې بیا له سره رغوي.
هغه په دغه ناسته کې د حکومت د استعفا او په پاکستان کې د بیاځلي ټاکنو د ترسراوي غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو