پاکستان د فتح دوه په نوم توغندی په «بریالیتوب» سره و ازمویه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې نن یې د فتح دوه په نوم توغندی چې ۴۰۰ کیلومتره لرې واټن ویشتلی شي په «بریالیتوب» سره و ازمویه.

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه توغندی برېښنايي لارښود سیستم لري، چې په اسانۍ سره کولی شي؛ خپل هدف وټاکي او یا تغیر ورکړي.

ای ایس پي ار زیاته کړې ده، چې دغه توغندی کولی شي، چې د توغندیو له دفاعي سیستمه تېر شي او خپل هدف وولي.

د پاکستان پوځ دغه توغندی پر داسې مهال ازمویي، چې له دې وړاندې هند د خپلو تمریناتو په لړ کې هغه توغندی وازمویه چې د لارښود سیستم پر مټ ۶۵۰ کیلومټره لېرې هدف ویشتلی شي.

نور خبرونه

رادیو