د پکتیا ځاځي اریوب کې ډیورنډ کرښې ته نږدې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ بیا جګړه شوې

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۶

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې له ډیورنډ کرښې سره نږدې په سپینه شګه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له نیم ساعت راهیسې جګړه روانه ده.

سرچینې وايي، پاکستاني ځواکونو غوښتل په دغه سیمه کې پوسته جوړه کړي، خو د طالبانو سرحدي ځواکونه یې خنډ شول او له امله یې جګړه ونښته.

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلو ویډیوو کې د ډزو غږونه اورېدل کېږي. لا هم په دغه جګړه کې د مقابلو اړخونو یا د ولسي مرګ ژوبلې رپوټ نه دی ور کړل شوی.

د طالبانو او د پاکستان حکومت هم لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دوه ورځې مخکې هم په دغه سیمه کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نږدې یو ساعت جګړه روانه وه.

که څه هم طالبانو او پاکستاني ځواکونو رسمي څه ونه ویل، خو ځايي خلکو ویل چې جګړه پاکستاني ځواکونو پیل کړې وه.

څو میاشتې مخکې د پاکستاني پوځ له خوا په تورخم دروازه او تر هغه مخکې کونړ ته څېرمه سرحدي سیمه کې د پوستې جوړولو له امله هم د پاکستاني پوځ او طالبانو نښتې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو