د طالبانو د کډوالو وزارت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یاد کسان له درې ورځو تر اتلسو میاشتو پورې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو.
یاد وزات وايي، دغه افغانان په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پاکستان د حکومت له لوري بندیان شوي وو.
د کډوالو وزارت وايي، دوی له درې ورځو تر اتلسو میاشتو د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په زندانونو کې وو او او تر خوشې کېدو وروسته د تورخم له لارې تېره ورځ افغانستان ته ستانه کړل شول.
که څه هم چې د تېر میلادي کال راهیسې پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر روان ساتلي؛ خو ویل کېږي چې دمګړۍ هم لسګونه افغان کډوال د پاکستان په خبیر پښتونخوا او سند ایالت کې په زندانونو کې ساتل کېږي.