د چمن پرلتوال یاده جرګه له هغه وروسته رابولي، چې تېره ورځ یې د بلوچستان د ایالتي چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته ورسېدې.
پرلتوال وايي، د چمن جرګه به د پرلت د راتلونکو پلانونو په اړه پرېکړه وکړي.
د چمن پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، تېره ورځ د چمن د پرلتوالو او د بلوچستان د ایالتي لوړ پوړو مسوولینو تر منځ د سپین بولدک - چمن دروازې او د چمن -کوټې د لویې لارې د خلاصون په اړه مذاکرات بې پایلې پای ته ورسېدل.
ښاغلی اڅکزی وايي، هغه کسان چې د پرلتوالو سره د مذاکراتو په موخه چمن ته راغلي وو، زموږ د غوښتنو منل د هغوی له توانه لوړ وو او موږ د خپلو غوښتنو له پوره کېدو پرته په چمن کې پرلت او د چمن -کوټې لویه لاره په هیڅ صورت نه خلاصوو.
د چمن پرلتوالو د چمن -کوټې لویه لاره له هغه وروسته د تګ راتګ لپاره وتړله، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د چمن پر پرلت برید وشو او دوه پرلت کوونکي په کي ووژل شول او شاوخوا شل نور ټپیان شول.
د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي، د مذاکراتو د بې پایلې پاتې کېدو له امله یې په چمن ښار کې د سیاسي ګوندونو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او عامو وګړو دوه ورځنۍ جرګه راغوښتې ده.
نوموړی زیاتوي، چې د پرلت د راتلونکو ګامونو پورته کولو په اړه به په روانه دوه ورځنۍ جرګه کې پرېکړه کېږي.