عدت کې د نکاح دوسیه؛ د عمران خان د ښځې پخواني مېړه له بشرا بي بي سره «یو ځای کېدل غوښتل»

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل وايي، چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي.

خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.

د جیو نیوز د راپور له مخې؛ د عمران خان او بشرا بي بي پر خلاف په عدت کې د نکاح کېس د اورېدنې غونډه کې نن د ښاعلي مانیکا وکیل وویل؛ خاور مانیکا غوښتل په عدت کې بشرا بي بي ته رجوع وکړي؛ خو تر عدت ختمېدو مخکې ښاغلي خان او مېرمن بشرا واده سره وکړ.

وکیل رضوان عباسي زیاته کړه، چې دا ډول د درغلۍ واده جرم دی.

د پاکستان یوې محکمې د تېرې فېبرورۍ په لومړیو کې او له ټاکنو څو ورځې مخکې عمران خان او د هغه د مېرمن بشرا بي بي واده د عدت په وخت او ناقانونه وباله او دوی یې په اووه کاله بند او جریمه محکوم کړل.

د عمران خان او بشرا بي بي خلاف دا قضیه د مېرمن بشرا پخواني مېړه جوړ کړې او دعوه یې کړې وه، چې د اسلامي شریعت د اصولو له مخې د طلاق ټاکلی عدت پوره نه و او دوی واده وکړه.

په ځواب کې بشرا بي بي وايي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.

نور خبرونه

رادیو