ټي‌ټي‌پي: په چمن کې د خلکو د حقونو د غوښتنې غورځنګ او پرلت کوونکو سره څنګ په څنګ ولاړ یو

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

د چمن له پرلته له اوو میاشتو زیاته موده تېرېږي؛ خو د پاکستان تحریک طالبان ډلې په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د چمن پرلت‌وال په حقه دي او دغه ډله د دوی د روا حقونو په تر لاسه کولو کې ورسره ملګرې ده.

په هغه اعلامیه کې چې د دغې ډلې ویاند محمد خراساني خپره کړې او یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل پښتو ته هم رسېدلې ویل شوي، چې پرلت‌والو په روان پرلت کې ډېر صبر او زړورتیا ښودلې او حکومت یې پر وړاندې په درواغجنو او تشو وعدو سره د دوی د احساساتو پر وړاندې ناروا دریځ خپل کړی دی.
په اعلامیه کې دا رنګه زیاته شوې، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو ټولو مظلومو ولسونو تر څنګ ولاړ دی او د خپل توان له مخې د چمن د پرلت‌والو سره پوره همکارۍ ته چمتو دی.
په اعلامیه کې له پرلت‌والو غوښتل شوي، چې په خپل دریځ کلک ودرېږئ او د پاکستان پوځ او حکومت به ستاسو پر وړاندې د شګو دیوال ثابت شي.
که څه هم چې ټي‌ټي‌پي تر ډېره په پاکستان کې له نورو سیاسي ډلو او خوځښتونو سره په نادره توګه خواخوږي ښيي؛ خو دا ښايي لومړی ځل وي چې دغې ډلې په زغرده د چمن له پرلت‌والو سره خواخوږي ښودلې او هغوی ته یې دا ډاډ ورکړی، چې د دوی له غوښتنو ننګه کوي او له دوی سره څنګ په څنګ ولاړ ده؛ خو تر اوسه د چمن پرلت کوونکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو