جنوبي وزیرستان کې په ډرون برید سره د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۵

د جنوبي وزیرستان په تنګي بندینزي کې بېګا ناوخته پر یو کور ډرون برید شوی چې له امله یې د یوې کورنۍ څلور غړي ووژل او یوه جنۍ ټپي شوه.

د پاکستان د پارلمان پخواني غړي محسن داوړ دا برید غندلی دی او پوښتلي یې دي: «دا ډرون برید پاکستان کړی که امریکا؟»

ځايي خلکو د وژل شوو کسانو جسدونه د جنوبي وزیرستان لده بدینزی پریس کلپ ته د اعتراض په ډول وړي دي او د انصاف غوښتنه کوي.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلو ویډیوو کې ښکاري چې په دغه ډرون برید کې کور مکمل وېجاړ شوی دی.

د راپورونو پر بنسټ په دغه سیمه کې هیڅ وسلوال فعالیتونه نه لري.

په همدې حال کې د د پاکستان پارلمان پخواني غړي محسن داوړ په خپل اېکس پاڼه کې لیکلي دي، ددې پرید په اړه باید پاکستان حکومت ځواب وايي چې دا برید پاکستان کړی که امریکا لخوا ترسره شوی دی.

تر اوسه د پاکستان پوځ ددغه برید په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی او نه هم دا روښانه چې دا برید د چا لخوا ترسره شوی دی.

نور خبرونه

رادیو