د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې په يوه کور کې د چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي.
ځایي خلکو ویلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې "ډرون برید" و.
خو په سیمه کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې سیمه د وسلهوالو په ولکه کې ده.
هغه وويل:« زموږ لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا په کور کې دننه د ماين چاودنه وه.»
د نوموړي په وینا، پېښه د سوېلي وزیرستان په تنګي بدين زایي سيمه کې شوې ده.
له بل پلوه پښتون سیاستوال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې برید و چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.
په دې اړه لا رسمي بنسټونو او خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.