سرچينې: د باجوړ په نواپاس لاره د پاکستان پوځ په نښته کې دوه وسله وال وژلي

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴

باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي.

سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.

پاکستاني رسنیو هم نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) راپور ورکړی چې پاکستاني پوځ هغه مهال په وسله والو د درنو او سپکو وسلو برید وکړ چې هغوی له اغزن تار څخه تېرېدل او باجوړ ته اوښتل.

که څه هم د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پوځ ځينو ادرسونو دغه خبر خپور کړی دی.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، لا هم په یاده سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تېره ورځ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستاني پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د په پکتیکا کې پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې ور اړولې ده. خو کابل کې طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو