شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۴

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه.

دغه ګوند اعلان وکړ، چې په راتلوونکو پنځو ورځو کې به د خپلې مرکزې کمېټې غونډه وکړي.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې نواز شريف به بیا د دغه ګوند مشري پر غاړه واخلي.

شهباز شريف وروسته له هغه د مسلم لیګ نواز ګوند مشري پر غاړه واخيسته، کله چې د هغه مشر ورور نواز شريف د ۱۳۹۶ کال د زمري مياشتي په ۶مه له واکه ليرې شو او د پاکستان محکمې هغه په سياست کې له ګډون څخه منع کړ.

اوس د شهباز شريف د استعفا سره سم د دغه ګوند د مشرتابه لپاره د نواز شريف د راتګ احتمالي خبرونه خپاره شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رانا ثناء الله، چې د دغه ګوند له جګپوړو مشرانو څخه دی ویلي وو، چې نواز شریف به د دغه ګوند مشري ته ورګرځي.

نور خبرونه

رادیو