له اسلام اباد څخه سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې هېواد هوایی ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰ مه) نېټه د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ځایونه په نښه کړل.
په ورته وخت کې سرچېنې وايي، چې پاکستاني توغندي په پکتیکا کې پر هدفونو لګېدلي دي.
د پاکستان ددغه برید په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.