ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی.
د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.
رکنا خبري اژانس د روح الله لطیفي په حواله خبر ورکړی، چې ایران تېر کال ۲۲۱ ټنه زعفران ۵۵ هېوادونو ته صادر کړي وو؛ خو د وزن له پلوه د صادراتو د زیاتوالي او د دغه محصول د بیې د لوړوالي له امله په نړۍوالو بازارونو کې د ایران بیه ۱۵،۷ سلنه راټیټه شوې ده.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په نړۍوال بازار کې د ایراني زعفرانو د بیې د راټېټېدو اصلي لامل د ګمرکي تعرفې لوړوالی او د افغانستان له خوا د دغه محصول پېرل دي.
هغه وویل: «د افغانستان او هند د ګډ تړون له مخې؛ افغانستان له ګمرکي محصول پرته هند ته زعفران صادروي او دا د دې لامل شوی چې ایران د خپلو زعفرانو ستر پېرودونکی (هند) له لاسه ورکړي.»
هغه زیاته کړه، چې اوس د هند له خوا د اړتیا وړ ۵۰ ټنه زعفران د ایران له زعفرانو سره د افغانستان له لارې واردیږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر کړي وو.
د یاد وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او د افغاني محصول په توګه یې پر بهرنیو مشتریانو پلوري.
طالبانو بیا تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.