په اسلام اباد کې یوې محکمې اصف علي زرداري ته د فساد په دوو دوسیو کې قضايي مصونیت ورکړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۲

په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د فساد په دوو دوسیو کې له محاکمې معافیت ورکړ.

په دغو قضیو کې ښاغلی زرداري د کور جوړونې په یوه پروژه کې د بانکي فساد او د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.

د فساد ضد دغې محکمې د شنبې په ورځ حکم وکړ، چې د پاکستان د ولسمشر په توګه د اصف علي زرداري له ټاکل کېدو راهیسې د هغه پر ضد هېڅ ډول محاکمه نه شي پیلېدای او پر وړاندې یې که کومه دوسیه ثبت شوې وه، هغه هم بنده ده.

په دغو قضیو کې په یوه کې ښاغلی زرداري تورن شوی چې یوه جعلي کمپنۍ یې جوړه کړې او بیا یې له دغه جعلي شرکت سره د پارک لین جوړولو پروژه کې برخه اخیستې او د پاکستان له ملي بانک یې د جعلي شرکت په نوم ۱.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې په پور اخیستې او په شخصي بانک کې یې د خپل اصلي شرکت په شخصي حساب کې جمع کړې دي.

په یوه بله قضیه کې ښاغلی زرداري د پاکستان په سند کې د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د فساد ضد ادارې ښاغلی زرداري د بانکي فساد په قضیه کې نیولی و.

دې ادارې اوس عمران خان د مالي فساد په تور نیولی او زنداني کړی دی.

نور خبرونه

رادیو