پاکستان طالبانو ته: نامسووله خبرې مه کوئ، د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې اقدام وکړئ

AP ۱۴۰۳ غویی ۲۱

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنې په ورځ د پاکستان په خاوره کې د داعش فعالیت یو «نامسووله» تور وباله.
د دغه وزارت ویاندې ویلي، طالبان دې « د دغو نامسوولانه څرګندونو پر ځای، په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلی ګام واخلي.»

په تېرو وروستیو کې طالبانو او پاکستان یو بل د وسله‌والو ډلو پر ملاتړ تورن کړي دي.
د پاکستان پوځ د سې شنبې په ورځ ( د غویي ۱۸مه) وویل، چې په خیبرپښتونخوا کې پر پنځو چینایي انجنیرانو برید په افغانستان کې د یوه افغان له‌خوا پلان شوی و.
د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ ( د غویي ۱۹مه) په یو بیان کې د پاکستان د پوځ دغه ادعا «نامسووله او له واقعیته لرې» وبلله او هغه یې د پاکستان د «امنیتي ادارو کمزوري» یاده کړه.
عنایت‌الله خوارزمي په دغه بیان کې د لومړي ځل لپاره پاکستان د داعش ډلې پر ملاتړ تورن کړ او ویې ویل، چې «داعش د پاکستان له خاورې افغانستان ته راځي او د پاکستان خاوره زموږ د خاورې پر ضد کارول کېږي.»
له دې سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ( د غویي ۲۰مه) د دغې ادعا په ردولو سره دغه څرګندونې « ناحقه او نامسوولانه» وګڼلې.
د اکسپرېس ټربیون رسنۍ له قوله، ممتاز زهرا بلوڅ یو وار بیا د پاکستان دریځ تکرار کړ چې په پاکستان کې د وروستیو ترهکریزو پېښو د تړاو او په افغانستان کې د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه کافي اسناد او شواهد لري.
هغې زیاته کړې:« موږ شواهد ترلاسه کړي، چې ښيي په بشام کې پر [ چینایي انجنیرانو] برید د هغو ترهګرو سره تړاو لري، چې اوس‌مهال په افغانستان کې مېشت دي.»
اغلې بلوڅ د پاکستان د پوځ څرګندونې تکرار کړې او ویې ویل:« د دغه ترهګریز برید پلان په افغانستان کې جوړ شوی او ترهګر او د هغوی تسهیل کوونکي له افغانستانه کڼترولېدل.»
هغې یو ځلې بیا د «ترهګرو ډلو پر وړاندې د ګټور اقدام» په اړه د پاکستان غوښتنه یاده کړې او ویې ویل:« د دغه ډول ګټورو اقدامونو سره طالبان باید وتوانېږي، چې وښیي دغه ترهګرې ډلې په افغانستان کې پټنځای او پناه ځای نه لري.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې طالبانو ته په خطاب کې ویلي، چې «د تحریک طالبان پاکستان او نورو ترهکریزو ډلو پر وړاندې دې کوټلی ګام واخلي.»
په پاکستان کې د وروستیو ناامنیو پر دوام، دغه هېواد په ځلونو طالبان وسله‌والو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړي؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.
تر دې وړاندې د پاکستان ځانګړي استازي په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو ۶۵ سلنه زیاتوالي او د ځانمرګو بریدونو ۵۰۰ سلنه زیاتوالي په یادولو سره ویلي و، چې «افغانان» د پاکستان په ډېریو بریدونو کې لاس لري.

نور خبرونه

رادیو