د سوېلي پښتونخوا چمن پرلت د مشرانو کمېټې غړی قاري امداد الله وايي، د خپلو اعتراضونو په لړ کې یې تازه په چمن ښار کې د پاسپورټ دفتر دروازه تړلې او د دغه دفتر مخې ته یې دا ځل پرلت وهلی.
پرلت کوونکو ګواښ کړی چې په نږدې ورځو کې به نورې حکومتي ادارې هم وتړي.
قاري امداد الله افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: «پاکستاني ځواکونو په ډیرې سپین سترګۍ پر پرلت برید وکړ، زموږ ملګري یې شهیدان او ټپیان کړل او اوس هم ځینې کسان چې ټپیان دي، پاکستاني ځواکونو له ځان سره وړي. موږ نن د پاسپورټ دفتر دروازه وتړله او تردې به هم سخت ګامونه واخلو.»
همدارنګه پرلتوال وايي، سبا سه شنبه په چمن ښار کې د پاکستان د دولتي بانک څانګې هم تړي، پولیسو او دولتي کارکوونکو ته یې خبر ورکړی چې د پاکستان دولتي بانک ته دې له ورتګه ډډه وکړي.
د چمن پرلتوالو د خپلو اعتراضونو په دوام تردې وړاندې د چمن ـ کوټې لویه لاره هم تړلې وه او له تېرو دوو ورځو راهیسې پر دغه لاره هر ډول تګ راتګ بند دی.
پرلتوال وايي، د ښار خلکو د ستونزو کمولو لپاره یې نن سهار په چمن ښار کې کار بندیز پای ته رسولی.
دغه پرلت وال وايي، د خپل کار روزګار په موخه یې له تېرو اوو میاشتو راهیسې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون په سوله ییز ډول پرلت وهلی و، خو د دې پر ځای چې د پاکستان حکومت یې غږ واوري پر پرلتوالو یې برید وکړ.
د چمن پر پرلتوالو د پاکستاني ځواکونو د برید له امله د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقیض راپورنه ورکړل شوي دي.
خو پرلت وایي د پاکستاني ځواکونو په ډزو د وژل شوي یوه کس جسد یې تېره ورځ خاورو ته سپارلی او نږدې شل کسان نور ټپیان دي.
تردې مهاله د پاکستان حکومت د چمن پر پرلتوالو د برېد او هغوی ته د اوښتي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.