د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو پر مهال شپږ وسله وال وژلي دي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

د پاکستان پوځ د شنبې په ورځ وویل چې د دوی امنیتي ځواکونو په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال شپږ «ترهګر» وژلي دي.

پوځ وايي، په دغو عملياتو کې يې د «ترهګرو» پټنځايونه له منځه وړي دي.

پاکستاني رسنيو د شنبې ورځ د (غوايي ۱۵مه) د دغه هېواد د پوځ د رسنيو د څانګې په حواله خبر ورکړى، چې وژل شويو وسله والو د شمالي وزيرستان په ماین چاودنو او د يو شمېر اوسېدونکو په هدفي وژنو کې لاس درلود.

دوه ورځې وړاندې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي و، چې په دغه هېواد کې تېره میاشت «ترهګریز» بریدونه ۳۶ سلنه زیات شوي دي.

دغه بنسټ ویلي، چې په مارچ میاشت کې په پاکستان کې ۵۶ وسله وال بریدونه شوي، خو دغه هېواد په اپریل میاشت کې د ۷۷«ترهګریزو» بریدونو شاهد و.

په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو بریدونه ۶۵ سلنه او ځانمرګي بریدونه ۵۰ سلنه زیات شوي دي.

خو له شمالي وزیرستان څځه ځینې سرچینې بیا وايي، چې پاکستانی پوځ د عملیاتو پر مهال ولسي خلکو او د هغوی مالونو ته هم زیان اړوي.

نور خبرونه

رادیو