د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره: په راولپنډۍ کې د ټي ټي پي دوه مهم غړي ووژل شول

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۶

د پاکستان د ترهگرۍ ضد اداره وايي؛ په راولپنډۍ ښار کې يې په عملياتو کې د پاکستاني طالبانو دوه "مهم" غړي وژلي دي.

دغه ادارې زياته کړه، چې دغو پاکستاني طالبانو په ښار کې په تروريستي بريدونو کې لاس درلود.

د راولپنډۍ د ترهګرۍ ضد ادارې د یکشنبې په ورځ (د غويي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان د دغو "کليدي غړو" نومونه احسان الله او نصیب الله اعلان کړل.

دغه رياست زياته کړه، چې دغو دوو پاکستاني طالبانو تېره اونۍ په راولپنډۍ ښار کې د پوليسو پر يوه مامور په بريد کې لاس درلود.

تېره اونۍ په راولپنډۍ کې د پاکستاني طالبانو په ډزو کې د پاکستان ځانګړو ځواکونو یو چارواکی ووژل شو او د ځانګړو ځواکونو یو بل غړی ټپي شو.

نور خبرونه

رادیو