عمران خان: خپلو مخالفانو سره په دې شرط خبرې کوم، چې زموږ غلا شوې رایې بېرته راکړل شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۵

د پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر له اډیاله زندانه په خپاره شوي پیغام کې ویلي، له "خپلو مخالفانو" سره خبرو اترو ته هغه مهال چمتو دی چې په ټاکنو کې غلا شوې رایې بېرته ورستنې کړي او د دوی د ګوند بې‌ګناه بندیان راخوشې شي.

نوموړي په دغه پیغام کې چې د تحریک انصاف ګوند غړو خپور کړی له اړونده قاضیانو او عدلي څانګو څخه هم غوښتنه کړې، چې نوره دې د هغه قضیه نه ځنډوي او په دې اړه کېدونکې پرېکړه دې د ټول پاکستاني ولس سره شریکه کړي.
هغه پر ده ټول لګېدلي تورونه بې بنسټه بللي او خپل سیالان یې تورن کړي، چې غواړي په دغه شان بې بنسټه تورونو هغه ته سیاسي بدنامي واړوي او له سیاسي ډګره یې لرې وساتي.
د پاکستان پر پخواني لومړی وزیر ګڼ تورونه پورې شوي وو، چې یو یې هم د دولتی ډالیو (توشه خانې) د پلورلو قضیه ده چې له مخې یې هغه د نغدي جریمې تر څنګ په لس کاله بند هم محکوم شوی دی.
په دغه حکم کې عمران خان د لسو کالو لپاره د هر ډول سیاسي هلو ځلو څخه هم محروم ګڼل شوی؛ خو د هغه پلویانو او د نوموړي مدافع وکیل د محکمې دغه پرېکړه سیاسي او بې بنسټه بللې وه.

نور خبرونه

رادیو