د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر وايي، د جنرال عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ د پاکستان له سیاست څخه د تحریک انصاف د لرې کولو لپاره له هرې لارې هڅه کړې ده.
عمران خان ویلي، چې د پوځ لپاره یوازنۍ د ده د وژل دي، خو دی له مرګه نه وېرېږي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند د شنبې په ورځ د غويي په ۱۵مه په خپل اېکس اکاونټ کې د عمران خان له قوله لیکلي: "د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر په مشرۍ پوځي سازمانونو د پاکستان له سیاست څخه زما د ګوند د لرې کولو لپاره هر ډول تاکتیک وکاراوه."
د دغه ګوند اعلامیې د عمران خان له خولې ویلي، چې د پاکستاني پوځ لپاره یوازینۍ لار د عمران خان وژل دي، چې له مرګه نه وېرېږي.
د تحریک انصاف ګوند د عمران خان له خولې ویلي: "اوس دوی ټول کار کوي چې ما ووژني، خو زه له مرګه وېره نه لرم."
د تحریک انصاف ګوند دغه تورونه داسې مهال د پاکستان پر پوځ لګولي، چې تېره اونۍ عمران خان د خپل ګوند درې مشران د خیبر پښتونخوا ایالت سر وزیر علي امین ګنډاپور او د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون د مشر عمر ایوب په کډون د پوځ سره د خبرو لپاره غوره کړل.
تحریک انصاف ګوند وايي، له دریو ګوندونو مسلم لیګ نواز، عوامي نېشنل ګوند او متحده قومي موومنټ پرته له هر چا سره خبرو ته چمتو دي او په لویو مسایلو کې له پوځ سره خبرو ته چمتو دي، نه د شهباز شریف په مشرۍ له ایتلافي حکومت سره.
عمران خان چې د فساد او څو نورو قضیو په تور د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې دی، خپل ګوند ته له هغه ځایه امر کوي او د زندان په خونه کې دننه سیاست کوي.