دغه پېښه نن سهار د قراقرم پر لویه لار چېلاس ته نږدې د یوه مسافر وړونکي بس د چپه کېدو له امله شوې، چې د ۲۰ تنو د مړه کېدو او د همدومره نورو د ټپي کېدو پخلی شوی دی.
ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بس موټر له راولپنډۍ څخه د ګلګېت په خوا روان و چې له سړکه بې لارې شوی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه سرچېنه وايي، په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
داسې ویل کېږي، دغه بس موټر په داسې یوې سیمه کې چپه شوی چې د ژغورنې عملیات یې هم ګران و او له همدې امله د ژوندي پاتې شویو د ژغورلو لپاره سیمې ته چورلکې هم رسېدلې دي.