پاکستان د چین په همکارۍ نن د سپوږمۍ مدار ته خپل لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۴

پاکستان د چین د فضايي مرکز په همکارۍ نن په تاریخ کې د اول ځل لپاره د سپوږمۍ مدار ته د یوې سپوږمکۍ په لېږلو سره لومړنی فضايي ماموریت پیل کړ.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین په هینان ولایت کې له یوه فضايي مرکز سهار وختي د پاکستان په وخت نږدې دوه نیمې بجې وتوغول شوه.

د پاکستان ملي تلوېزون د سپوږمۍ مدار ته د پلټونکي لېږل د پاکستان د فضايي صنعت په برخه کې مهم پرمختګ بولي چې له کلونو انتظار وروسته د چین په همکارۍ تر سره شو.

د پاکستان سپوږمکۍ به تر پنځو ورځو د سپوږمۍ مدار ته ورسېږي.

د فضايي ټیکنالوجۍ انستیتیوت غړی ډاکټر خرم خورشید له جیو نیوز سره په خبرو کې وايي، چې دا سپوږمکۍ به له دریو تر شپږو میاشتو د سپوږمۍ پر شاوخوا وګرځي او مختلف انځورونه به یې واخلي.

د ای کیوب قمر په نوم دا سپوږمکۍ د چین د شانګهای پوهنتون او د پاکستان ملي فضايي ایجنسۍ له خوا جوړه شوې ده.

پاکستان د سپوږمکۍ او پلټونکي د توغولو لپاره تاسیسات نه لري او د چین په همکارۍ فضايي ماموریت تر سره کوي.

پاکستان دې فضايي ماموریت سره غواړي، سیاینسي څېړنو، د ټیکنالوجۍ پراختیا او د تشیال سپړنې برخه کې د پوهنیزو نوښتونو لپاره اسانتیا را منځ ته کړي.

نور خبرونه

رادیو