پاکستاني چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل، لږ تر لږه ۱۴۳ کسان په پاکستان کې د اپرېل په میاشت کې د تالندې، بارانونو او د سېلابونو د راوتو په پېښو کې مړه شوي.
د دغو چارواکو په وینا، په پاکستان کې د تېرې میاشتې پرتله دوه چنده بارانونه شوي دي.
په تېره میاشت کې سېلابونه، ځمکې ښویېدنې او خرابه هوا په ځینو سیمو کې د کورونو د نړېدو او د فصلونو د ویجاړیدو لامل شوه.
د پاکستان د هوا پېژندنې د ادارې ویاند ظهیر احمد بابر وویل، په پاکستان کې د اپرېل میاشتې بارانونه د نورمالې کچې څخه ۱۶۴ سلنه زیات ورېدلي، چې دا غیر معموله خبره ده.
هغه ویلي:« موږ د اقلیم د بدلون مستقیمې بېلګې د هوا په وروستیو بدلونونو کې لیدلي دي.»
په اپرېل میاشت کې تر ټولو لویه مرګ ژوبله په خیبر پښتونخوا کې شوې، چې په کې د ۳۸ ماشومانو په ګډون ۸۳ کسان مړه او تر ۳۵۰۰ زیات کورونه نړېدلي دي.
د صوبې د طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې ویاند انور شهزاد د سه شنبې په ورځ وویل:« دغه مرګ ژوبله د چت راپرېوتو او د ځمکې ښویېدنې له امله رامنځ ته شوې.»
لکه څنګه چې د هېواد ډېری برخې په دې میاشت کې د سختو بارانونو له امله ځپل شوې، کراچۍ د یکشنبې په ورځ د کال تر ټولو ګرمه ورځ تجربه کړه، چې د تودوخې درجه یې ۳۷ ته لوړه شوې وه.