د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې نن د ګوزڼ ناروغۍ پر ضد د واکسین کولو کمپاین له دې امله وځنډول شو، چې تېره ورځ د دغه کمپاین پر کسانو د شوي برید له امله یو پولیس ووژل شو.
دغه برید ډیورنډ کرښې ته څېرمه د باجوړ ولسوالۍ په ماموندو سیمه کې هغه مهال وشو، چې د پولیو ضد واکسین د کمپاین کارکوونکو هلته ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي څڅول.
ځايي سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، په برید کې یوازې د کمپاین ساتونکی پولیس لومړی ټپي شوی او بیا وروسته یې په روغتون کې سا ورکړه او نورو کسانو ته زیان نه دی رسېدلی.
تر دې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې هم په همدغې سیمه کې د پولیسو پر یوه ګاډي د ماین چاودنې په پېښه کې څلور پولیس وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي وو، دا هم هغه کسان وو چې د پولیو واکسیناتورانو د امنیت لپاره سیمې ته تللي وو.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو لکه باړه، ماموندو، لکي مروت، میرعلي، جانيخېلو، کلاچې، ټانک، اعظم ورسک او ځینو نورو سیمو کې وسلهوالو د سیمې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې د پولیو ضد واکسین څخه دې ډډه وکړي.
دغو وسلهوالو دا هم ویلي، دوی هیچا ته هم اجازه نه ورکوي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې سیمو کې د ګوزن ضد واکسین کمپاینونه پلې کړي.
افغانستان او د پښتونخوا یو شمېر سیمې په نړۍ کې هغه سیمې یادېږي، چې لا هم ماشومان په کې په پولیو اخته کېږي او ستر لامل یې د همدغو وسلهوالو ډلو لهخوا د پولیو ضد واکسین سره مخالفت ښودل شوی.