د پاکستان په پنجاب صوبه کې پر یوې امنیتي پوستې برید کې ۷ پولیس ټپیان شوي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۲

د خیبر پښتونخوا سره په پوله د پنجاب صوبې په ډېره غازي خان کې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوې امنیتي پوستې برید کړی، چې له امله یې ۷ پولیس ټپیان شوي دي.
پولیس چارواکي وایي، له ۱۵ تر ۲۰ وسله‌والو د پرمختللو وسلو سره پر پوسته برید وکړ؛ خو پولیس وتوانېدل، چې برید په شا وتمبوي.

د پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) سره تړلې یوې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي، چې په دغه برید کې د دوی لاس دی.
ورته مهال د خيبر پښتونخوا ايالت په پېښور کې د ورسک روډ په پاجاګي سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې د وسله‌والو له‌خوا برید شوی؛ خو د پولیسو په وینا، دغه برید یې په شا تمبولی او چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

نور خبرونه

رادیو