په پېښور کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې په خیبرپښتونخوا کې د ورښتونو له امله د ځاني او مالي زيانونو خبر ورکړی دی.
د دغې ادارې د راپور له مخې، تر اوسه په دغه پېښو کې ۱۷ کسان مړه او ۲۳ نور ژوبل شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې په وروستیو ورښتونو کې تر ټولو زيات ځاني او مالي زيان د باجوړ خلکو ته اوښتی دی.
دغه اداره وایي، په بېلابېلو ولسوالیو کې د بارانونو له امله ۱۴۸ څاروي هم تلف شوي او د ورښتونو له امله ۱۱۶ بند شوي سړکونه ټول د ټرافيکو لپاره بېرته پرانیستل شوي دي.