د چمن پرلتوالو یو ځل بیا خبرداری ورکړی او وايي، که په راتلونکو دوو ورځو کې د سیاسي ګوندونو، د چمن د مخورو او په چمن کې له پوځي مشر سره په ناسته کې یې غوښتنې ونه منل شي اسلام اباد ته به پلی لاریون پیل کړي.
څه باندې ۲۰۰ ورخې وړاندې د سویلي پښتونخوا په چمن ښار کې سلګونو ځايي اوسېدونکو د پاکستان د هغې پرېکړې په غبرګون پرلت وواهه، چې د سپین بولدک - چمن پر دروازه یې تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې جبري شو.
د پرلتوالو د پر له پسې لاریونونو، له پاکستاني چارواکو او پوځیانو سره تر خبرو اترو وروسته لا هم پاکستان تر دې مهاله پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.
تېره ورځ تازه د پرلت مرکزي کمیټې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، چې په راتلونکو دوو ورځو کې د پاکستان د سیاسي ګوندونو، مخورو قومي مشرانو او د چمن د پوځ د مشر سره تر ناستې وروسته یې که غوښتنې ونه منل شي؛ تر اسلام اباده به پلی لاریون پیل کړي.
د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزی وايي:« موږ دوه ورځې وروسته په چمن کې د سیاسي ګوندونو د مسوولینو، د چمن او کوټې د مخورو قومي مشرانو او په چمن کې د پوځ له مشر سره د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته د تګ راتګ په اړه ناسته لرو. که په دې ناسته کې زموږ غوښتنې ومنل شي؛ خو ښه خبره ده، کنه موږ بیا اسلام اباد ته پلی لاریون پیلوو او هلته پرلت وهو.»
بل خوا ځینو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې پرته پر راتګ د پاکستان له لوري هوکړه شوې؛ خو افغان طالبان غوښتنه کوي، چې دغه تګ راتګ باید د چمن تر اوسېدونکو محدود نه شي او تر کوټې باید د تګ راتګ اجازه ورکړل شي چې دا خبره د پاکستان حکومت نه ده منلې.