د پاکستان لومړۍ ډیجیټل مېنه یا ښارګوټی د پښتونخوا په هریپور کې د اتو میلیاردو روپیو یا نږدې ۲۹ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي.
د دې مېنې د جوړېدو لپاره نن د پاکستان د ځانګړې ټیکنالوجۍ زونونو ادارې او د پښتونخوا د معلوماتي ټیکنالوجۍ بورډ ترمنځ تړون لاسلیک شو.
د پاکستان دولتي رادیو وايي؛ د پاکستان ډیجیټل ښار په نوم دا په دغه هېواد کې لومړنی ډیجیټل ښارګوټی دی، چې تر ۲۰۲۶ کال به بشپړ شي.
په دې ښارګوټي کې فعالې کمپنۍ به تر لسو کلونو له مالیې ور کولو معاف وي.
دا مېنه پر ۱۱ اېکړه ځمکه جوړېږي او تر څلور زرو لومړنۍ کمپنۍ یا سټارټپ پکې کار پیلولی شي.
د ځانګړې پانګونې برخه کې سهولت برابروونکې شورا د هڅو په مټ دې ښارګوټي ۳۰ سلنه کار لا د مخه شوی دی.