شهباز شریف: د پیسو نړیوال صندوق په ۱.۱ میلیارد ډالرو پور سره به د پاکستان اقتصاد پیاوړی شي

AP ۱۴۰۳ غویی ۱۱

د پاکستان لومړی وزير شهباز شریف وايي، د پيسو نړیوال صندوق د ۱.۱ میلیارد ډالرو پور سره به د دغه هېواد اقتصاد پياوړی شي.

د پیسو نړیوال صندوق دا پور به د روانې اونۍ په ترڅ کې د پاکستان بانک ته انتقال شي.

د پيسو نړیوال صندوق د دوشنبې په ورځ وویل، چې د پاکستان له اقتصاد سره د مرستې لپاره دغه پور د درې ميليارډ ډالرو د بستې وروستی قسط دی.
دغه صندوق له پاکستانه غوښتي، چې په دغه هېواد کې پر توکو مالیات کم کړي.
د راپورونو له مخې، پاکستان په وروستیو کلونو کې د سختو اقتصادي شرایطو له امله په خلکو درانه مالیات وضع کړي دي.
د پور ورکولو دغه منظوري تر هغه وروسته وشوه چې شریف په ریاض کې د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د ای اېم اېف له مشرې کرستالينا جيورجيوا سره د پور پر نوي پروګرام خبرې وکړې.
اسلام اباد وايي، چې د لوی اقتصادي ثبات د ترلاسه کولو او د اصلاحاتو د راوستو لپاره لږ تر لږه درې کاله پور ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو